د غزه اولس په جهنم راتېر شوے٬ د دوي سلامتيا غواړم۔ ډونلډ ټرمپ

واشنګټن 04 جولائي (اے پي پي) د امريكې جمهورريئس ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د غزه اولس په جهنم راتېر شوے٬ د دوي سلامتيا غواړم۔ د العربيه له مخې ايئر فورس بيس “اينډروز” څخه رياست آئيووا ته د روانېدو په مهال د خبريال د پوښتنې په ځواب ټرمپ ووئيل زه غواړم چې د غزه اولس ته تحفظ ترلاسه شي او هم دا د ټولو نه مهمه خبره ده۔ ده زياته كړه چې زه د غزه اولس لپاره امن او امان غواړم٬ ھغوي په جهنم راتېر شوي دي٬ چې كله د ټرمپ نه دا پوښتنه وشوه چې د جنګ بندۍ تجويز منظور شوے نو هغه ووئيل په راتلونكو 24 ساعتو كښې به معلومه شي۔