وفاقي وزير محسن نقوي په كراچۍ كښې د ودانۍ غورځېدو او په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په کراچۍ كښئ د ودانۍ په غورځېدو كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د داخله وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې محسن نقوي د حق رسېدليو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شوو زر ورغتيا لپاره دعا وكړه۔ ده په ملبه كښې د ګېرو كسانو بچ كېدو لپاره هم دعا وكړه۔ محسن نقوي دا هيله څرګنده كړه چې په ملبه كښې د ګېرو كسانو په حفاظت سره د رېسكيو كولو هڅې به كاميابې شي۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې غمژنو كورنيو سره برابر ولاړ يو