
اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په پاك افغان پوله د فتنة الهندوستان د ترهګرو د دراندازۍ هڅې په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د فتنة الهندوستان 30 ترهګر عبرتناك انجام سره په مخ كولو امنيتي ځواكونو لويه كاميابي ترلاسه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل د پاکستان امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره د فتنة الهندوستان 30 ترهګر ووژل۔ محسن نقوي ووئيل د فتنة الهندوستان 30 ترهګر خپل عبرتناك انجام ته رسولو سره امنيتي ځواكونو لويه كاميابي ترلاسه كړې ده۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان ترهګرو انجام عبرتناك مرګ دے٬ د فتنة الهندوستان ترهګر او د دې ملاتړ كوؤنكي به كله هم پرې نه ښودلې شي۔ محسن نقوي ووئيل د فتنة الهندوستان د ترهګرو ناپاكه ارادو په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته سلام كوو۔ داخله وزير محسن نقوي د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كولو سره ووئيل ټول قام د امنيتي ځواكونو كارروائيو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل قام د امنيتي ځواكونو په پېشه ور مهارت او مړانه وياړي او ورسره يو برابر ولاړ دے