پاکستان ایشین یوتھ ګرلز نیټ بال چیمپئن شپ 2025 وګټلو

اسلام آباد۔04جولائی (اے پي پي) د پاکستان لوب ډلې د خپلې غوره کارکردګۍ په سبب د ایشین یوتھ ګرلز نیټ بال چیمپئن شپ 2025 وګټلو ۔د پاکستان ډلې ایشین یوتھ ګرلز نیټ بال چیمپئن شپ په پلیټ ډویژن کپ فائنل میچ كښې په غوره کارکردګۍ خپلې مخالفې د مالدیپ ډلې له په ماتې وركولو ټائټل پخپله نامه كړو ۔ جیونجو، جنوبی کوریا ،جیونجو هواسن جمنازیم، جیونجو سي ، جنوبي کوریا كښې د ایشین یوتھ ګرلز نیټ بال چیمپئن شپ2025 په پلیټ ډویژن کپ فائنل میچ كښې د پاکستان ډلې په زړه پورې كاركردګۍ خپلې مخالفې ډلې د مالدیپ مېرمنو ډلې له د 35 په مقابل كښې په 60 پوائنټس ماتې وركړه ۔ په فائنل مقابله كښې پاکستان څخه مالدیپ په كوم کوارټر كښې وړومبے والے تر لاسه نه كړے شو ۔ د پاکستان ډله د چیمپئن شپ په پلیټ ډویژن کپ كښې ماتې نه خوړونكې پاتي شوه ۔پاکستان د فائنل پشمول پرله پسې 7 میچونو كښې کامیابي تر لاسه كړې ۔ واضحه دې وي د دې نه وړاندې په جنوبي کوریا كښې روان ایونټ كښې د پاکستان ویمن ډلې په سیمي فائنل كښې د جاپان ډلې ته په 39-64 څخه ماتې وركړې وه ۔