
رياض۔ 04 جولائي(اے پي پي) د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره د المان چانسلر فريډرش ميرس په ټبلې فون تماس نيولے دے۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه د دواړو لارښودو تر مينځه په شوې ټېلې فوني رابطه كښې په دوه اړيخيزه اړيكو او بېلو څانګو كښې د مرستې په وده خبرې وشوې۔دغسې په ټېلې فوني خبرو كښې د منطقې په تازه صورتحال او د امن و استحكام لپاره په كېدونكو هلو ځلو هم خبرې وكړې شوې۔