امنيتي ځواكونو په پاك افغان پوله د دراندازۍ ھڅه ناكامولو سره 30 ترهګر ووژل : آئي ايس پي آر

پېنډۍ ۔4 جولائی(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په پاك افغان پوله په قطبي وزيرستان كښې د دراندازۍ ھڅه ناكامولو سره دهندي پراكسي فتنة الخوارج 30 ترهګر وژلې دي۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جولائي د لومړۍ او دويمې نېټې په منځومانۍ شپه كښې امنيتي ځواكونو هندوستاني پراكسي فتنة الخوارج سره د تعلق لرونكو خوارجو د يوې لويې ډلې د نقل وحركت درك ولګولو كومو چې د پاك – افغان پولې د لارې د دراندازۍ هڅه كوله۔ امنيتي ځواكونو دغه هڅه ناكامه كولو سره ټول 30 هندوستاني خوارج ووژل۔ وژل شوو څخه لويے مقدار ګوله بارود او چاؤدېدونكي توكي برآمد شول۔ امنيتي ځواكونو د غېر معمولي پېشه ور مهارت او بېدارۍ څرګندونه كولو سره د كومې ممكنه تباهۍ لاره ونيوله۔ عبوری افغان حکومت له به هم د پاكستان په ضد د ترهګرۍ كارروائيو لپاره د بهرنۍ پراكسيز دلارې د افغانستان زمكې كارولو مخنيول كول وي۔ د پاكستان امنيتي ځواكونه د خپل هېواد پولو دفاع او هېواد څخه د هندوستان سپانسرډ ترهګرۍ لعنت ختمولو له د خپل مضبوط عزم پخلے كوي۔