د سوات پېښه د صوبائي حكومت كاركردګي څرګنده كړه٬ وزیراعلیٰ په دې پېښه پرېس كنفرنس قدرې ونه كړو۔ د اختیار ولی خان پریس کنفرنس

اسلام آباد 03 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات و خپرونو او د صوبائي چارو کوآرډینیټر اختیار ولی خان وئيلي دي د سوات پېښه د صوبائي حكومت كاركردګي څرګنده كړه٬ وزیراعلیٰ په دې پېښه پرېس كنفرنس قدرې ونه كړو٬ د صوبائي حكومت نظر اولس ته نه د اډاياله زندان نه د بنديوان راخوشې كولو ته دے٬ د ترهګرۍ په ضد د وفاقي حكومت د اړخه وركړې شوې د اربونو روپۍ په خپلو عیاشو خرڅ كولې شي٬ د فتنه الخوارج مرمت اوغندنه هم ونه شوه ٬ د فنډ نه وركولو وفاق نه وركولو ډنډوره د وفاق خلاف كوي٬ صوبائي حكومت ختموٶ او نه وزیراعظم چا ته ټاسك وركړے دے٬ د پي ټي آئي خپلې ډلې به حكومت ختموي او كه حكومت ختم شو نو مونږ به خپل جمهوري كردار ادا كوٶ۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د پرېس كنفرسن په مهال ده ووئيل د سوات پېښه د صوبائي حكومت غفلت څرګندوي چې مثال ئې نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل پېښې په ګرده نړۍ كښې رامخئ ته كېږي ٬ اور لګېدل٬ زلزلې٬ سېلابونه ٬ چاٶدنې٬ د سړكونو ٬ پټلو پېښې او فضائي پېښې هم رامخې ته كېږي خو ګرده نړۍ كښې د دې پېښو نه وروستو د واكمنو غبرګون او رويه د اهميت وړ وي خو په سوات كښې چې څه وشول دا د دوي غفلت او بې غوره څرګندونه ده٬ ده ووئېل يو شمېر خلق د دوه ساعته نه تر زيات وخت د مرستې منتظر وو۔ چغې٬ سورې وې ٬ ماشومانو خپل مور پلار او والدېنو خپل بچې ډوبېدل ليدل او په ژړا د دنيا نه ارماني لاړل۔ ده ووئيل دغې سېلاب يوازې دا كسان ډوب نه كړل بلكې د خئبر پښتونخوا ګورننس ،13 كلنه كاركردګي او د رياست مدينه په نوم جوړ جكومتي نظام يې هم د ځان سره ډوب كړو۔ ده ووئيل د صوبائي حكومت نظر په اولس نه د اډاياله زندان په بنديوان راخوشې كولو دے٬ د ترهګرۍ په ضد د وفاقي حكومت د اړخه وركړې شوې د اربونو روپۍ په خپلو عیاشو خرڅ كولې شي۔