د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سينټر ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ غونډه٬ د محرومو سيمو پرمختګ لپاره د دانش سكولونو منظوري٬ د 19.253 ارب روپو 6 تعليمي منصوبې منظور كرې شوې

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير او د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن احسن اقبال په مشرۍ كښې د سينټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ (سي ډي ډپليو پي)غونډه په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي وزارت لخوا د وړاندې كړو 6 تعليمي پروژو منظوري وركړې شوه د كوم چې مجموعي لګښت 19.253 ارب روپۍ دے۔دا ټولې پروژې د سي ډي ډپليو پي په كچه كليئر كړې شوي۔په غونډه كښې د پلاننګ سېكرټري اويس منظور سمرا٬چيف اكنامسټ٬د پائيډ وائس چانسلر٬ د پلاننګ كمېشن غړي٬وفاقي سيكرټريز٬ د صوبائي منصوبه بندۍ او د پرمختيائي محكمو مشرانو او اړوندو وفاقي وزارتونو او د صوبائي حكومتونو سينئر نمائندګانو ګډون وكړو ۔منظور شوو پروژو كښې د مهترزئي ضلعې قلعه سيف الله بلوچستان دانش سكول جوړولو لپاره 2929.856 ملين روپۍ٬ سبي ضلع٬بلوچستان كښې دانش سكول جوړولو لپاره 3351.987 ملين روپۍ٬ آزاد جمو او كشمير كښې دانش سكول لپاره 3042.778 ملين روپۍ٬ د بائیکر٬ ډېره بګټي ضلعې٬بلوچستان كښې دانش سكول پروژې له 2665.733 ملين روپۍ٬ د موسٰی خيل ضلعې بلوچستان كښې دانش سكول له 3630.771 ملين روپۍ٬ ژوب ضلع بلوچستان كښې دانش سكول لپاره 3632.405 ملين روپۍ شاملې دي۔ټولې پروژې به د وفاقي او اړوندو صوبائي حكومتونو د نيم په نيمه لګښت او همكارۍ په بنيادونو تر سره كيږي۔(