
پېښور 03 جولائي (اے پي پي) عوامي نیشنل پارټۍ (اے اېن پي) د سېنېټ ټاكنو لپاره د ګوند كانديدانو څخه درخواستونه غوښتي دي۔ د اے اېن پي لخوا د جاري بيان له مخې د ګوند صوبائي صدر میاں افتخار حسېن د سېنېټ ټاكنو لپاره د ګوند كانديدانو څخه درخواستونه غوښتي دي٬ د ګوند صوبائی جنرل سیکرټري سره خوښي لرونكې كانديدان ٬ جنرل، ټیکنوکریټ او د مېرمنو چوكو لپاره انتخابي ټكټ ترلاسه كولو لپاره درخواست سره د فيس باچاخان مركز كښې تر ټاكلې نيټه جمع كولې شي۔