
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) داخله چارو لپاره وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي پاكستان تل د افغان وګړو پشمول د ټولو غېر ملكي وګړو سره د وروڼو په ډول سلوك كړے، د ون ډاکومنټ رجيم له مخې د ګردې نړۍ وګړو ته په پاكستان كښې هركلے وائيو۔ دا خبره ده په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن يو اېن اے اېم اے مشر ډينائس ولمين سره په ملاقات كښې كړې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير په امر طلال چوهدري په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن يو اېن اے اېم اے مشر ډينائس ولمين سره د زيارت په ورځ وليدل ٬ په ملاقات كښې د افغانستان په صورتحال، ترهګرۍ او په سيمه ايز صورتحال خبرې وشوې۔ طلال چوهدري ووئيل پاكستان تل د افغان وګړو پشمول د ټولو غېر ملكي وګړو سره د وروڼو غوندې سلوك كړے، د ون ډاکومنټ رجيم له مخې د ګردې نړۍ وګړو ته په پاكستان كښې هركلے وائيو۔ په دې موقع ډينائس ولمين د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د اقدامات او قربانو ستائنه وكړه۔