د اينټي ناركوټكس فورس او د لاهور قلندرز تر مينځه د نشه اي توكو په ضد مفاهمتي ياداښټ لاس ليك شو

لاهور۔3 جولائي(اے پي پي) د اينټي ناركوټكس فورس او د لاهور قلندرز تر مينځه يو مفاهمتي ياداښت لاس ليك شوے دے چې مقصد يې ځوانانو كښې د نشه اي توكو په ضد شعور پېدا كول دي۔ دې اشتراك سره به دواړه ادارې د نشه اي توكو مخ نيوي لپاره د لوبو هلو ځلو ٬ د خبرتيا كمپائن او تعليمي پروګرامز تابيا كوي۔ په دې موقع كمانډر ريجنل ډائريكټوريټ اينټي ناركوټكس فورس پنجاب برېګېډيئر سكندر حيات چوهدري او د لاهور قلندرز چيف ايګزېكټيو آفيسر رانا عاطف په مفاهمتي ياداښت لاس ليك وكړو۔ په دې مهال رانا عاطف ووئېل مختلف د خبرتيا پروګرامز ٬ سېمېنارز او د لوبو ايونټس به راجوړولې شي د كومو مقصد چې د نشه اي توكو نه پاكه ټولنه رامخې ته كول دي۔