
پېښور 03 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د ايډورډز كالج پېښور 17مه د بورډ آف ګورنرز غونډه د زيارت په ورځ په ګورنر هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د ايډورډز كالج د مالي كال 26-2025 بجټ منظورۍ لپاره وړاندې كړے شو ۔په غونډه كښې نورو انتظاميې او مالي چارو باندې هم بحث وشو۔غونډې ته ووئيل شول ايډورډز كالج كښې د ضم شوو ضلعو 6 زده كوونكو ته 100 فيصد سكالرشپس وركړے شول او تر 500 زده كوونكو ته اسكالرشپس وركړی شوي وو ۔غونډه كښې تجويز وركړے شو چې د هيومن ريسوريس كمېټۍ جوړولو او فنانشل پرفارمنس آډټ دې هم وكړے شي۔دغسې د كالج ګڼ يو شمېر اصولي پريكړې د مستقل پرنسپل چوكۍ تر سنبهالولو د ايسارولو پريكړه وشوه ۔غونډې د كالج د مالي كال 26-2025 بجټ مشروط منظوري هم وركړه ۔په دې موقع ګورنر ووئي د دېرې مودې راهيسې د مستقل پرنسپل نه تعيناتۍ له امله د كالج تعليمي٬مالي او انتظامي چارې سختې ځپلې شوي۔ايډورډز كالج نه يوازې په خېبرپښتونخوا كښې بلكې په پاكستان كښې د يوې نوموړې تاريخي تعليمي ادارې حېثيت لري٬د دې ادارې مالي او انتظامي معاملات ښه كول ضرورې دي ۔په غونډه كښې امتیاز حسین ګیلانی، ناصر علی خان، ډاكټر قبله ایاز،بشپ همفرے سرفراز پیټر، عدنان جلیل،پروفیسر شجاعت علی پشمول د بورډ نورو غړو هم ګډون كولو۔