د هارون اختر خان په مشرۍ كښې د اليكټرك وهيكل فنانسنګ سكيم په اړه مهمه غونډه

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د اليكټرك وهيكل فنانسنګ سكيم په اړه مهمه غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې د انشورنس كمپنو، د اليكټرك وهيكل مينوفيكچررز او د اړوندو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اي وهيكل سكيورټي په خاص توګه د بيټرۍ غلا، انشورنس لګښت او په اينټي تھيفټ اقدامات هم تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع د اي وهيكل مينوفيكچررز ووئيل اوس په ګاډو كښې جديد ټريكنګ سسټمز، سمارټ لاكس او د محفوظ بيټري ټيكنالوجي معارفي كړې شوې او د غلا اندېښنې كمې شوي دي۔