
سيويل 03 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د سپېن په سېويل ښار كښې فنانسنګ فار ډويلپمنټ لپاره څلورم نړيوال كنفرنس (اېف اېف ډي فور) په موقع د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو ادارو مشرانو سره د لوړې كچې دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل چې مقصد ئې ترقياتي ماليات، تجارت، ماحولياتي استحکام او د اداره جاتي اصلاحات په څير څانګو كښې د پاكستان شراكتداري لا قوي كول وو۔ د خزانې وزير نه يوازې د كفنرنس په مركزي غونډو بلكې په ضمني نشستونو، پاليسي مکالمو او شراکتي ګول ميز مباحثو كښې هم د پاكستان نمائندګي وكړه