
شوشا، قره باغ 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) سر مشريزه غونډه كښې ګډون لپاره په دوه ورځنۍ دوره شوشا، قره باغ ته رېسدلے دے ٬ د فذولي په هوائي مېدان د آذربائيجان د كلتور وزير عادل کرملي، د آذربائيجان پاکستان كښې سفير خضر فرهادوف، د پاکستان په آذربائيجان كښې سفير قاسم محي الدين او اعلي سفارتي او حکومتي اهلكارو وزيراعظم او د ھغه د پلاوي هركلے وكړو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي وزيراعظم سره په پلاوي كښې ګډون شامل دي۔ وزيراعظم شهباز شريف په خانکندي كښې د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو په غونډه كښې ګډون كوي او غونډې ته به وېنا هم كوي ۔ وزيراعظم به په غونډه كښې ګدون كوٶنكو نړيوالو مشرانو سره مهم ملاقاتونه هم كوي