د شريكو رابطو په لاره كښې رامخئ ته خنډان دې لرې كړې شي ۔ وفاقي عبدالعليم خان

بيجنګ 03 جولائي (اے پي پي) د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د غړو هېوادونو د مواصلات د وزيرانو دولسمه غونډه د چين په تھيان جن ښار كښې كېږي۔ د زيارت په ورځ د چين ميډيا له مخئ په غونډه كښې په دستاويزات لاسليك شوے چې پكښې سيمه ايزو رابطو ته لا وده وركولو لپاره جامع بنياد اېښودے شوے۔ په غونډه كښې د بيلاروس، پاکستان او نورو هېوادونو د مواصلات څانګو مشرانو او د نړيوال ټرانسپورټ راهدارو جوړولو ته ودې وركولو او د نړيوال تګ راتګ سهولت په ښه كولو تفصيلي خبرې وشوې ۔ په دې موقع د پاكستان د مواصلات وزير عبدالعليم خان ووئيل دا ضروري ده چې په ګډه كار وكړې شي او د شريكو رابطو په لاره كښې رامخئ ته خنډان لرې كړې شي دغسې چې ټول غړي هېوادونه د نقل و حمل، اقتصادي ترقۍ، کاروباري ترقۍ او د درآمد او برآمد څانګو څخه ګټه پورته كړې شي٬ په غونډه كښې د نړيوال روډ ټرانسپورټ لپاره د اېس سي او سلك روډ کاروان سرائے په جوړولو د مرستې په ياددښت او د شنګهائي مرستې تطيم د غړو هېوادونو د مواصلات وزيرانو د 12مې غونډه په منټس هم لاسليك وشو٬ غړو هېوادونو د سلك روډ کاروان سرائے لپاره آؤټ نيټ ورك او د وړومبي پړاٶ جوړولو ته په فعاله توګه ودې وركولو ته اتفاق وكړو۔