
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د محرم الحرام په مهال امن برقرار ساتلو كښې د علما كرام كردار كليدي دے٬ زه د دې خبرې ګواه يم چې علما كرامو يو شمېر مسئلې په ښه ډول هوارې كړې دي، د هر مكتبه فكر مشرانو او علمائے كرامو ته به بلنه وركولې شي چې مونږ به د 14م اګست د ماسپخين موانځ په فېصل جومات كښې په جمع ادا كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري د روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد په مشرۍ كښې د هر مكتبه فكر جيد علما كرامو سره د ملاقات په مهال وكړه ۔ په ملاقات كښې د محرم الحرام په خاص توګه د عاشوره په موقع امن او امان او مذهبي همغږي باوري كولو لپاره تفصيلي خبرې وشوې۔ محسن نقوي ووئيل د محرم الحرام په مهال امن ساتلو كښې د علما كرام رول كليدي دے ٬ د محرم په مهال علما كرامو كردار د امنيتي ادارو برابر دے ۔ ده ووئيل علما كرام په دې موقع انتظاميه سره په مسلسل رابطه كښې وي٬ معمولې شخړې هم دوي حل كوي٬ زه د دې خبرې ګواه يم چې علما كرامو يو شمېر مسئلې په ښه ډول حل كړې دي۔ وفاقي وزير ووئيل زه دې خبرې سره متفق يم چې مه خپل مسلك پرېږده او نه د بل مسلك چېړه٬ مونږ له دا اصول په ګرد هېواد كښې خپورول پكار دي ځكه چې مونږ ټول مسلمانان يو٬ ده ووئيل زه باور لرم چې امام حسين رضي الله عنه د ټولو دے٬ چې څومره زما امام حسين رضي الله عنه سره تعلق دے دومره د نورو هم دے٬ داخله وزير محسن نقوي ووئيل پاك و هند جنګ كښې د لوي څښتن لخوا د پاكستان د غېبي مرستې يو شمېر مظآهر رامخې ته شوي٬ د هر مكتبه فكر مشرانو او علما كرامو ته به بلنه وركولې شي چې مونږ د 14م اګست د ماسپخين موانځ په فېصل مسجد كښې په جمع ادا كړو۔ په دې موقع مولانا خبير آزاد او طلال چوهدري هم وېنا وكړه۔ په غونډه كښې مولانا عبدالخبير آزاد نه علاوه قاضي عبدالغفار قادري، علامه شبير حسين، حافظ نظام الدين، مولانا اشرف علي، مولانا ضياء الرحمن، مفتي محمد اقبال رضوي، مولانا محمد طيب قريشي، مفتي سيد عاشق حسين شاه، مفتي فتح محمد راشدي، پير سعادت علي شاه، علامه سيد زاهد حسين کاظمي، مولانا مقصود احمد توحيدي، مولانا عبد الظاهر فاروقي، قاضي جنيد الرشيد، مفتي ګلزار احمد نعيمي، مولانا تنوير احمد علوي، مولانا هارون الرشيد، مولانا عبدالعزيز، مولانا سردار محمد لغاري، علامه سعيد احمد اعوان، مولانا ملک امجد اعوان، مولانا عابد اسرار، قاري بلال ګولړوي، پير عمر فاروق شاه، علامه مصطفي حيدر نقوي، صاحبزاده حسن شعيب، صاحبزاده ارشاد احمد،مفتي اقبال نعيمي، پير ممتاز احمد ضيا، مولانا ابو بکر صديق، مفتي عبدالباسط، مولانا عبدالسلام جلالي، مولانا اکرام الٰهي ظهير اور پروفيسر ظفرالله جان ګډون وكړو٬ په دې موقع داخله سيکرټري، د اېف آئي اے ډي جي، د اسلام آباد چيف کمشنر او آئي جي اسلام آباد هم موجود وٶ۔