د اېلون مسك ډلې ته د امرېكې حساس سركاري ډيټا ته غېر معمولي رسائي تر لاسه وه٬ د واشنګټن پوسټ انكشاف

نيويارك ۔3 جولائي (اے پي پي) د امرېكې ورځپانې واشنګټن پوسټ خپل يو راپور كښې انكشاف كړے چې د نوموړي ارب پټي ايلون مسك ډلې ته د يوې حكومتي ادارې مشرۍ په مهال د امرېكې وفاقي ادارو تر ټولو حساس ډيټا ته غېر معمولي رسائي تر لاسه وه ۔ دا اداره “د حكومت د كفايت شعارۍ اقدامات وزارت په نامه د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ جوړه كړې وه د كومې مشري چې پخپله مسك كوله۔ د ورځپاڼې تر مخه د مسك ډلې د 7 مهمو امريكائي ادارو تر خفيه سسټمز پورې رسائي تر لاسه كړې چې پكښې د دفاع محكمه٬ ناسا٬ د محنت او مالي صارفين د تحفظ دفتر شامل وؤ۔ په تر لاسه معلومات كښې سركاري لوظنامې ٬ تجارتي راز او د مسك سره د اړوندو كمپنيو خلاف د دائر شكايتونو غوندې د حساس نوعيت رېكارډ شامل ؤ ۔ هر څو چې د دې معلومات د نا سمه كارولو شواهد لا تر اوسه نشته ٬ خو دې غېر معمولي رسائۍ په صنعتي او قانوني حلقو كښې زيات تشويش راپبدا كړے دے او ګنې قانوني چارې هم په دې حقله پېل كرې شوي دغسې چې دا اختيار محدود كړے شي۔ د جاج واشنګټن پوهنتون پروفيسر جييكا تيليب مين تر مخه دا معلومات غېر معمولي برتري وركوي ۔ دې څخه د حكومت راروانو خريدارو د وړاندې نه پېشګوئي ممكن كېږي ٬ د ادارو د ضروريات او داخلي كار د طريقه كار تفصيل ترلاسه كېږي ۔٬ ګويا لكه چې تاسو د هغوي د سوچ كولو انداز او سوچ كوونكې پخپله وينئ۔ راپور كښې لا انكشاف شوے چې يوازې په ناسا كښې د ماسك ډلې تر 13 زره نه زياتو سركاري لوظنامو او د ګرانټس داخلي تفصيلات ته رسنه تر لاسه كرې ٬ چې پكښې سفارشات او جوازات شامل وو۔ دغسې د محنت محكمې په دستاوېزات كښې د ټېسلا او اسپېس ايكس خلاف شكايتونه او د ډلې لپاره د اسانې رسائۍ هدايات شامل وو كوم چې د امنيت پروټوكولز خلاف وو۔ هر څو چې اېلون مسك اوس په دغه چوكۍ موجود نه دے خو د هغه د نزدې كسانو تر حساس معلومات رسائي پرله پسې قانوني حلقو كښې پوښتنې او اندېښنې راپېدا كوي۔ د دغې اندېښنو لرې كولو لپاره روانې عدالتي كاروائۍ اوس هم روانې دي