پېښور 03 جولائي (اے پي پي)د چارسده په شبقدر تحصيل كښې د ډمبر او موټرسائيكل ټكر كښې د مومند ضلعې پوليس هيډ كانسټيبل په حق رسېدلے او د هغه ملګرې ژوبل شوے دے ۔پوليس له مخې دا پېښه شبقدر كښې د مومندو په ستره لار ډهنډو پل سره نزدې رامخې ته شوه كله جې پوليس كانسټيبلز د ډيوټۍ څخه په رخصتۍ په موټر سائيكل كور ته روان وؤ او د پېښې ښكار شول ٬مړے او ژوبل شوے كس دواړه د شبقدر روغتون ته منتقل كړې شوي ٬د پیښې نه پس د ډمپر ډرائيور وتښتېد۔دغسې پوليس په سروكلي تهاڼه كښې د ايف آئي آر درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي ۔