وزيراعلي علي امين ګنډاپور سره د پوليو او د سائټ بورډ غړو پشمول پلاوي وليدل

پېښور 03 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډا پور سره د پوليو او سائټ بورډ غړو پشمول پلاوي ليدلي دي ۔ په دې موقع وزيراعليٰ سردار علي امين ګنډا پور ووئيل د پوليو وائرس خاتمه يوه قامي او نړيواله ذمه واري ده۔ د وزيراعلي هاٶس چارواكو لخوا د جاري تفصيلات له مخې علي امين ګنډا پور سره د ملاقات كونكي پلاوي مشري د پوليو او سائټ بورډ مشر ډاکټر کرسټوفر اليئس كوله په نورو غړو كښې د روغتيا نړيوالې ادارې، يونيسف، روټري انټرنيشنل او د نورو پارټنر ادارو نمائندګان شامل وو۔ په دې موقع د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عائشه فاروق سره سره د نېشنل او پراونشل ايمرجنسي آپريشن سنټرز لوړ پوري هم موجود وٶ۔ په دې مهال صوبه كښې د پوليو وائرس خاتمې په چارو تفصيلي خبرې وشوې