دبئ۔ 03 جولائي(اے پي پي) دبئ پوليس 15 كسيزه د نشه ائي توكو خرڅونكې ډله نيولې ده كومې چې د نشه ائي توكو ذائقه لرونكې ټافيانې او مهائي څرڅوله۔ د امارات اليوم تر مخه د ډلې د قبضې نه 48 كلو ګرامه نشه لرونكې توكې او 1174 ګولۍ تر لاسه شوي د كومو ماليت چې 24 لاكهه 48 زره 426 درهمه ؤ۔ په ډله كښې 10 سړي او 5 مېرمنې شاملې وې۔ كومو چې داسې مټهائي خرڅوله چې پكښې د منشيات ذائقه شامله وه۔ د نشه اي توكو د مخ نيوي ادارې د ارخه پرېس كافنرنس كښې د نيولې شوي نټ ورګ په حقله ووئېل شول تورنو په سوشل ميډيا نشه لرونكې مټهائي او چيونګم څرڅول۔ پرېس كانفرنس كښې كرنل عبدالرحمان العمري ووئېل د نشه اي توكو خرڅولو د نوې طرېقې نه په آګاهۍ د دې په باريك بينۍ تحقيقات وكړے شول او د ډلې سره د نشه اي توكو په موقع نيولو لپاره د دوي څارنه كولې شوه۔ د دبئ پوليس د دوي د ځائے درك ولګولو او دغسې چې كله ټول هلته راغونډ شول نو پوليس په چهاپه وهلو ټول ونيول۔