وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) سر مشريزه غونډه كښې ګډون كولو لباره آزربائيجان ته روان شو

اسلا آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) سر مشرريزه غونډه كښې ګډون كولو لپاره آزربائيجان ته روان شو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس نه جاري بيان تر مخه وزير اعظم شهباز شريف به خان كېنډي كښې د تنظيم شر مشريزه غونډه كښې ګډون او خطاب كوي۔ وزيراعظم به خپل خطاب كښې په سيمه ايزو ٬ نړيوالو چېلنجونو او په چارو د پاكستان نقطه نظر وړاندې كوي او د اقتصادي تنظيم وژن 2025 لپاره به د پاكستان د عزم پخلے كوي۔ وزيراعظم به د سيمه ايز تجارت ودې ٬ د سيمه ايزو روابطو قوي كولو ٬ د توان په څانګه كښې مرستې او په منطقه كښې د تل پاتي پرختګ لپاره په اقدامات زور راوړي۔ وزيراعظم به په سر مشريزه غونډه كښې شريكو نړيوالو لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي ۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحق ډار٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري دي