كوئټه۔2 جولائي (اے پي پي) د ايف سي هيډ كوارټر نارته بلوچستان كوئټه كښې د محرم الحرام امنيت په اړه كانفرنس وشو۔ د شورو په ورځ كانفرنس كښې آئې جي ايف سي بلوچستان نارته مېجر جنرل عابد مظهر ٬ كمشنر كوئټه حمزه شفقات او د شيعه و سني علما كرامو او سوداګرو او نورو ګډون وكړو ۔ په كانفرنس كښې ټولو حفاظتي انتظامات ته حتمي شكل وركړے شو۔ په دې مهال آئې جي عابد مظهر ووئېل په محرم الحرام كښې به په زړه پورې حفاظتي انتظامات كولې شي او په دې لړ كښې ټولو له خپل كردار ادا كول پكار دي۔