
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د شورو په ورځ په هېواد كښې د چينو صورتحال او د درآمد جاج اخستو لپاره د كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د صنعت او خوراك سيكرټري نه علاوه وفاقي او د صوبائي حكومتونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔ د تفصيلي غور نه پس كمېټۍ پرائيويټ سيكټر ته 5 لكه ميټرك ټنه چينۍ د درآمد كولو اجازه وركړه دغسې چې ځايې ماركيټ كښې مناسب رسنه او په بيعو كښې استحكام باوري كړی شي۔نائب وزيراعظم په وخت درآمدات په اهميت زور راوړو او ټولو اړوندو سټيك هولډرز ته هدايت وكړو چې هغوي د كمېټۍ په پريكړو سمدستي او موثر عملدرآمد باوري كړي۔