د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير محمد اورنګزيب كهچي په مشرۍ كښې د وزارت د ذيلي ادارو په اړه مهمه غونډه

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير محمد اورنګزيب كهچي په مشرۍ كښې د وزارت د ذيلي ادارو په اړه مهمه غونډه شوې چې پكښې د ادارو فعاليت٬كاركردګۍ او سباؤن په پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوی ده ۔په غونډه ګښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د قامي ورثه ٬تاريخ٬ادب او كلتور تحفظ په اړه په خوشحالۍ سره زمونږ ملګرتيا كړی او د ادارو د ممكنه خاتمې يا ضم كولو پالېسۍ يې بېرته اخستې دي٬اوس زمونږ ذمه واري ده چې عملي كاركردګي اوښائيو دغسې چې وزيراعظم پخپله د دې ادارو كاركردګي اوګوري۔ده ووئيل زمونږ په تجاويز عملدرآمد لپاره به سينيټر عرفان صديقي هر ممكن ملګرتيا كوي٬ادارې په جديد خطوط سمولو او فعاله كولو لپاره ستاسو رائے پكار ده ۔وفاقي وزير د اقبال اكيډمۍ٬پاكستان اكادمي ادبيات٬نېشنل لينګويج پروموشن ډيپارټمنټ(اين ايل پي ډي)او قائداعظم اكيډمۍ پشان ادارې زياتې موثره او متحرك كولو باندې زور راوړو ۔وفاقي وزير اورنګزيب كهچي ووئيل دا ادارې د قامي شناخت علامت دے او دا د ګټې په ځاے د قامي خذمت په جذبه سره چلېږي۔ده ټولو ادارو ته هدايت وكړو چې د ريټائرډ ملازمين نه پس په خالي كېدونكو چوكو په سمدستي توګه د تعيناتۍ عمل بشپړ كړئ دغسې چې ادارې په ښه توګه خپل كردار ادا كړي۔