د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال ناصر خان باجوړ پهاټك ميلې سره نزدې د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال ناصر خان باجوړ پهاټك ميلې سره نزدې د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره د ناواګئی اسسټنټ كمشنر٬تحصيلدار او بې ګناه وګړو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ د سينيټ سيكرټريټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ دوهم چيئرمېن ووئيل بې ګناه اولس او سركاري افسران په نخښه كول ناوړه جرم دے٬د ترهه ګرو كاروائۍ د قام حوصلې كمزورې كولې نه شي٬د پاكستان رياست٬ادارې او اولس د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره يو دي او عزم لري۔ده ووئيل ټول قام د پاك پوځ٬قانون نافذ كوونكو ادارو او سول انتظاميې سره ولاړ دے۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل د ترهه ګرو او سهولت كارو لپاره په رياست كښې كوم ځاے نشته٬هغوي به خپل انجام ته رسولې شي٬تر آخري ترهه ګر خاتمې به دا هلې ځلې روانې وي۔ده ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې ټول قام د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دے۔دغسې د سينيټ چيئرمېن د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔