فېصل آباد۔02جولائي (اے پي پي) پاكستان كښې سږ كال د آمونو پېداوار د 17 لاكهه 52 زره ټنه نه زيات شوے دے ٬ په دې مهال په 17 لاكه 35 زره هېكټر زمكه آمونه نال كړے شوي٬ دغسې پنجاب كښې د آمونو پېدار د سنده 75۔6 ټن په مقابل كښې 86۔11 ټن د هېكټر په سر دے خو پاكستان د آمونو يوازې 5 فيصده برآمد كوي ٬ بل خوا د آمونو د پېداوار د كمي لوي سبب د كيړو او د ناروغيو مناسب مخ نيوي نه كېدل او غېر مناسب ډول برداشت او د برداشت نه پس ناقص سنهبالښت دے۔ د فېصل آباد د زرعي پوهنتون د ميوي پوهانو وېنا ده د ميوو بادشاه آم د خپلې مناسب غذائي او طبعي ګټې په سبب په نړۍ كښې خوښېږي۔دوي ووئېل د پاكستان آمونه په بهر منډيانو كښې زيات خوښولې شي او د پرمختګ كړو هېوادونو په بازارونو كښې د دې بيعه ډېره زياته ده خو زمونږ باغبانانو او ايكسپورټر له د هغې هېوادونو ټاكلے معيار تر سره كول ضروري دے۔