
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د باجوړ خار تحصيل پهاټك سيمه كښې د بمي چاٶدنې غندنه كولو سره په پېښه كښې په قمېتې ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د قامي اسمبلي سيکرټريټ ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې سردار اياز صادق ووئيل د ترهګرو بريد بزدلانه او د شرم وړ اقدام دے چې مقصد ئې امن او امان له مينځه وړل او رياستي عملداري کمزورې كول ده ۔ ده په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه هم وكړه۔