برازيليا۔2 جولائي (اے پي پي) د برازيل په ساوپالو ايالت كښې يوه تربيتي الوتكه نسكوره شوې چې پكښې ناست دوه كسان مړه شول۔ د شهنوا تر مخه د فائر ډيپارټمنټ وئېلې دي دا پیښه تېره ورځ هغه مهال رامخې ته شوه چې كله وړه تربيتي الوتكه د ځايي هوائي اډې نه په پرواز كولو د ساوهبوزے ډوريوپرېټو ښار په يوه غېر آباد سيمه كښې راپرېوتله ۔ په الوتكه كښې ناست كسان كومو چې د پائلټ تربيه اغستله مړه شول۔ ځايي پوليس او د برازېلين ائير فوس اېئروناټېكل ايكسېډنټ انويسټي ګېشن اينډ پرېوېنشن د پیښې سبب معلومولو لپاره پلټنې پېل كړې دي۔