
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف به د جمهوريه آذربائيجان پايه تخت باكو كښې 17مه د اقتصادي مرستې تنظيم سر مشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر وياند شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې ووئيل د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)17مه غونډه د جولائي په درېمه او څلورمه نيټه باكو كښې كيږي۔محمد شهباز شريف به د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔د مشرانو غونډې موضوع”پائيدار او موسمياتي ريزيلنټ سباؤن لپاره نوې اي سي او وژن”دے۔وزيراعظم به د مشرانو غونډې په مهال په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو د پاكستان د نقطه نظر ژراندې كوي او د اي سي او ويژن 2025 لپاره د پاكستان د عزم به پخلے كوي۔هغه به د سيمه ايز تجارت٬ټرانسپورټ روابط او توان مرستې او پائيدار پرمختګ ودې لپاره بشپړ وكالت كوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف به د غونډې په موقع د اي سي او نورو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي دغسې چې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړی شي۔