
تيانجن/چين 02 جولائي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د دې عزم څرګندونه كړې چې پاکستان د رېل٬ روډ او فضائي لارو د لارې د تجارت ودې لپاره هڅې كوي او د چين٬ افغانستان او د ايران د لارې په تجارتي راهدارو كښې خوښي لري۔ د شورو په ورځ چين كښې د شنګھائي تعاون تنظيم (ايې سي او) وزيرانو غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د سي پېك منصوبه د سترو لارو په ترقۍ كښې د اهميت وړ ده ٬ اوس د افغانستان او ايران پولو څخه وړاندې تجارت خپرول غواړو او د ګوادر او کراچۍ بندرځايونه د نړيوال معيار له مخې کارګو لپاره فعاله دي او د پاکستان په تجارتي پرمختګ كښې د خنجراب شمالي بارډر، ګوادر او د کراچۍ ساحلي سيمې شاملې دي٬ دغسې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمېنځه د رېلوے منصوبه به په منطقه كښې د پرمختګ مهم باب وي۔ د يادونې وړ ده چې د چين په تيانجن ښار كښې د مواصلات د وزيرانو په منسټريل کنفرنس كښې لس هېوادونه ګډون كوي چې پكښې هند په تېښته كولو كنفرنس كښې ګډون نه دې كړے