سول سروسز اکيډمي كښې د 52م کامن ټريننګ پروګرام پاسنګ آوټ دستوره

لاهور 02 جولائي (اے پي پي) په سول سروسز اکيډمي (سي اېس اے) والټن لاهور كښې د 52م کامن ټريننګ پروګرام پاسنګ آوټ دستوره د شورو په ورځ وشوه چې پكښې 241 افسرانو د ټرېننګ اعزاز ترلاسه كړو ۔ په دستوره كښې د اسټيبلشمنټ ډويژن سپيشل سيکرټري ساره سعيد خاص مېلمنه وه او په دې موقع د سي اېس اے ډائريکټر جنرل فرحان عزيز خواجه، د کامن ټريننګ پروګرام ډائريکټر ډاکټر فېصل ظهور، پخواني ډي جيز او نور وفاقي او صوبائي چارواكو هم موجود وو۔ په دې موقع خاص مېلمنې ساره سعيد افسرانو له مباركي وركولو په سباٶن كښې د دوي ذمه وارو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔