
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د باجوړ ضلعې د خار تحصيل په صديق آباد پهاټك سيمه كښې سركاري ګاډي سره نزدې د مائن چاٶدنې غندنه كولو سره وئيلي دي د فتنه الهندوستان ترهګرو بزدلانه کارروائۍ د اولس حوصلې نشي ماتولې۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده په چاٶدنه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د ناٶګئۍ اسسټنټ کمشنر فېصل سلطان،تحصيلدار عبدالوکيل، کانسټيبل رشيد او نور حکيم شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ده ووئيل د شهيدانو عظيمې قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل د شيهدانو د كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔