د بزدلانه بريد ذمه وار دې انجام ته ورسولې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ٬ د باجوړ چاٶدنې غندنه

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د باجوړ چاٶدنې غندنه كولو سره په ناوړه پېښه كښې د ناٶګئۍ اسسټنټ كمشنر٬ تحصيلدار او نورو اهلكارو په شهادت د افسوس څړګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د سينيټ سيکرټريټ له مخئ سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل بې ګناه وګړي٬ سركاري چارواكي او اهلكار د ترهګرۍ د لارې په نښه كول ډېر بزدلانه، د شرم او غندنې وړ فعل دے ۔ ده ووئيل دا ډول بريدونو څخه د قام حوصلې نشي ماتېدې او د هېواد دښمن عناصر به پخپلو ناوړه مقاصدو كښې هېڅ كله كامياب نشي۔ ده ووئيل د بزدلانه بريد ذمه وار دې انجام ته ورسولې شي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه هم وكړه۔