د هند مېرمنو ډلې په ټي ټونټي كركټ دويم مېچ كښې انګلېنډ ډلې په 24 رنز ماتې وركړه

لندن۔02جولائي (اے پي پي) د هند د كركټ مېمنو ډلې د ټي ټونټي كركټ په دويم مېچ كښې انګلېنډ ډلې ته په 24 رنز ماتې وركړې ده چې ورسره سېريز كښې هند ته د 0۔ 2 په حساب وړومبے والے تر لاسه دے ۔ د هند د 182 رنز راړولو په زغل كښې د انګلېنډ ډلې په مقرر اوورز كښې د 7 وكټو په زيان 157 رنز جوړ كړل۔ دغسې امنجوت كور د مېچ غوره لوبغاړې وګرځولې شوه۔ ياد دې وي چې د انګلېنډ ډلې كپتانې نېټ سكيوربرنت په ټاس ګټلو د فيلډنګ پرېكړه كړې وه او د هند ډلې وړومبے بېټنګ كولو سره په 20 اوورز كښې د 4 وكټو په زيان 181 رنز جوړ كړې وو۔ امنجوت كور په 40 بالونو 63 رنز جوړ كړي وو او آوټ شوې نه وه۔ دغسې جمائمه روډريګز 63 رنز او ريچا ګهوش 32 رنز جوړ كړې وو۔