
اسلام آباد01 جولائي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د چينو درآمد كولو په اړه د سټيئرنګ كمېټۍ فالو اپ غونډه وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د نېشنل فوډ سكيورټي٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬ د خېبرپښتونخوا٬سندھ او بلوچستان چيف سېكرټريز٬ د فوډ سيكورټي اينډ انډسټريز سيكرټري نه علاوه د وفاقي او صوبائي حكومت نور اعلٰی چرواكو ګډون كولو۔ دې څخه وړاندې د غور نه پس كمېټۍ د ټريډنګ كارپورېشن آف پاكستان او پرائيويټ سيكټر دواړو د لارې د 500000 ميټرك ټن چينو درآمد كولو د پريكړې توثيق وكړو ۔نائب وزيراعظم په ارزانه بيعه د ضروري څيزونو رسنه باوري كولو لپاره د حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔