د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير محمد اورنګزيب كهچي او د ملائېشيا سفير ملاقات٬د كلتوري روابطو په زياتوالي اتفاق

اسلام آباد 01 جولائي(اے پی پی)د پاكستان او ملائېشيا د كلتوري همكارۍ او د مشاورت د لارې د مهمو سفارتي اقدامات تر مخه د فن٬كلتور او ورثه په څانګو كښې شريكې مرستې ته پراختيا وركولو له لوظ كړے ۔د نهې په ورځ د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير محمد اورنګزيب كهچي او د ملائېشيا سفير محمد سيافك فردوس حسب الله ترمينځه ملاقات په مهال د دې امر پخلر وشو۔سفير حسب الله د خپلې متنوع كلتوري ورثې تحفظ كښې د پاكستان هڅې او شريكو اولسي اړيكو استحكام له د پاكستان د روان كردار هم ستائنه وكړه ۔ده د ملائېشيا كلتوري سفارتكارۍ كښې اضافه او فنكارانه تبادلو د لارې د پاكستان سره اړيكو لا قوي كولو په خواهش هم زور راوړو ۔وفاقي وزير محمد اورنګزيب كهچي د پاكستان عزم پخلې كولو سره شريكو كلتوري دستورو٬نندارتون او د ورثه په اړه مرستې ته ودې وركولو لپاره د پاكستان اداره جاتي اصلاحات رامخې ته كړل ۔ده د ملائېشيا دورې لپاره د سفير د رسمي بلنې هركلے وكړو او شريك اقدار او روايات ته د ودې وركولو لپاره يې هم د دغسې دوه اړخيزه تعاملات په اهميت زور راوړو۔