
اسلام آباد 01 جولائي(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مستونګ كښې په ليويز لائن او په سركاري املاك د فتنه الهندوستان بريد غندنه كړې ده ۔د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې داخله وزير محسن نقوي د فتنه الهندوستان ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو ايف سي٬سي ټي ډي او د ليويز بهادرو زامنو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده د فتنه الهندوستان 2 ترهه ګرو په وژلو ايف سي٬سي ټي ډي او د ليويز د پيشه وره صلاحيتونه وستائېل۔ده په دې خبره زور راوړو چې ايف سي٬سي ټي ډي او ليويز سمدستي او موثر ردعمل د لارې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو بريد ناكامه كړے٬ايف سي٬سي ټي ډي او ليويز اهلكارو به بهادرۍ سره د فتنه الهندوستان ترهه ګرو مقابله كړی كومه چې د ستائنې وړ ده۔داخله وزير ووئيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په بريد كښې شهيدو شوو ځوانانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو او ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔