د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د وزيراعظم لخوا د پراجيكټ پے سكيل فريم ورك جاج اخستو لپاره د جوړې كمېټۍ غونډه

اسلام آباد01 جولائي(اے پی پی) د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د وزيراعظم لخوا د پراجيكټ پے سكيل فريم ورك جاج اخستلو لپاره د جوړې كړی كمېټۍ غونډه شوې۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزير٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬ د اسټيبلشمنټ اينډ پلاننګ سيكرټريز او د اړوندو محكمو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔كمېټۍ د خاص پے سكيل له مخې د هنرمنده كسانو خذمات ترلاسه كولو لپاره د موجوده پالېسو جاج واغست او د ګڼ شمېر اصلاحاتي تجاويز پشمول په مسابقتي تنخا او په كاركردګۍ اډانه مراعات يې غور وكړو ۔ لا غور او سفارشات ته حتمي شكل وركولو لپاره به د كمېټۍ غونډه راتلونكې اونۍ بيا كيږي۔