
اسلام آباد01 جولائي(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي لكي مروت تهاڼه غزئي خيل سيمه كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د ټرافېك په پوليس د ډزو د پېښې غندنه كړې ده ۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې داخله وزير شهيدو شوو دوو ټرافېك پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې او د شهيد ټرافېك اهلكارو ثناﺀ الله او اسرائيل كورنيو سره يې د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكره۔محسن نقوي ووئيل د شهيدو شوو ټرافېك اهلكارو غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬د خېبرپښتونخوا پوليس نرانو زامنو ته سلام كوو۔وفاقي وزير ووئيل د ټرافېك اهلكارو ثناﺀ الله او اسرائيل د شهادت عظيم رتبه ترلاسه كړې٬دغسې د شهيدانو لازوال قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔