آغدام، آذربائيجان 01 جولائي (اے پي پي) پاكستان او آذربائيجان د ځوانانو د ترقۍ په څانګه كښې دوه اړخيزه مرسته قوي كولو لپاره د مفاهمت په تاريخي ياددښت لاسليك كړے كوم چې سيمه ايزې شراكتدارۍ او د ځوانانو ترقۍ لپاره يو مهم پېشرفت دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا د جاري بيان له مخې پروګرام فوكل پرسن سيده آمنه بتول د پاكستان لخوا په ياددښت لاسلېك وكړو٬ په اېم او يو د آذربائيجان په اغدام ښار كښې د لاسليك دستوره وشوه٬ دا شراكتداري په مشتركه هدفونو٬ همغږۍ او د ځوانانو د پاملرنې په اقدامات٬ د كلتورونو ترمېنځه تبادلو او د سيمه ايزې مرستې د لارې اړيكو ته د ودې وركولو په عزم اډانه ده۔