پيپرا د اي ډسپوزل سسټم پائلټ مرحله پېل كړه

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) پبلك پروكيورمنټ ريفوليټري اتھارټۍ (پيپرا) د پاكستان د وړومبني اليكټرانك ډسپوزل ماډيول پائلټ فېز رسمي پېل وكړو٬ دا نظام په هېواد كښې سركاري پرچېزنګ لپاره د وړاندې نه د نافذ اي پاك ايكوزيشن اينډ ډسپوزل سسټم (اي پيډز) له مخې د سركاري اثاثو د خرڅولو نطام جديد كولو پلو يو مهم ګام دے۔ د نهې په ورځ د پېپرا مينجنګ ډائريكټر حسنات احمد قرېشي په اسلام آباد كښې د يوې ستورې په مهال د اي پيډز پروجيكټ مينجمنټ يونټ (پي اېم يو) نظام لانچ كړو چې مقصد ئې د سركاري اثاثو د خرڅولوعمل آسانول او په پاكستان كښې د نجكارۍ په عمل كښې معاونت كول دي او دا نظام به پاكستان كسټمز او د تعليم او وظيفائي چارو وزارت كښې د جولائي كال 2025 څخه پېل كېږي او د سږ كال تر پاتې به د وفاقي حكومت تر ټولو ادارو پراخه كولې شي۔ په دې موقع د پيپرا اېم ډي حسنات احمد قرېشي د پي اېم يو د هلو ځلو ستائنه كولو سره په ګډون كوٶنكو زور راوړو چې ھغوي دې نظام څخه بشپړه استفاده وكړي او ګټورې رائے وړاندې كړي دغسې چې د نظام حتمي نفاذ وړاندې لا ښه كړې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې وزيراعظم د ډيجيټل پاكستان وژن له مخئ پېپرا په هېواد كښې سركاري پرچنزنګ نظام په كاميابۍ سره ډيجيټائز كړے ٬ اي پيډز دا مهال د وفاق او صوبو په كچه د اته زره نه زيات پرچېزنګ كوٶنكو ادارو كښې فعاله دے او دې سره د تړلې رجسټرډ سپلائرز شمېره د 32 زره نه زياته ده٬ سږ كال د دې نظام له مخې د 748 اربه روپو پرچېزنګ شوے او د 2602 اربه روپو منصوبې د عملدرامد په پړآٶ كښې دي۔ د دستورې په مهال په اي ډسپوزل ماډيول ماسټر ټرينرز لپاره د درې ورځنۍ تربيې سېشن تابيا وكړه چې پكښې د پاكستان كسټمز او د تعليم وزارت 26 چارواكو ګډون وكړو كومې چې په پائلټ فيز كښې شامل ابتدائي څانګې دي۔ په دستوره كښې د پي اېم يو پروجيكټ ډائريكټر شېخ افضال رضا او سينئر اسپيشلسټ ټريننګ و كيپيسټي بلډنګ عتيق سلطان راجه هم موجود وٶ۔