هر نائي ٬ ډپټي كمشنر د سېلاب نه د دريو كسانو په راويستلو اهلكارو له انعامونه وركړل

هرنائي ۔01 جولائي (اے پي پي) د هرناي ضلعې ډپټي كمشنر د سېلاب نه د دريو كسانو په راويستلو د لېويز اهلكارو له نغد انعامونه او تعارفي سندونه وركړي دي۔ ډپټي كمشنر حضرت ولي كاكړ د لېويز فورس اهلكارو ته پېرزوئنې وراندې كولو سره ووئېل مونږ پخپلو لېوېز اهلكارو ويار لرو۔ ۔ده ووئېل د لېوېز ځوانانو خپل سر په تلي كښې اېښودو سره په تحصيل كهوسټ كښې د سېلاب په چپه كښې ګېر درې كسان بچ كړې دي كوم چې يو مثال دے۔ ده د انعامونو وېش دستورې په مهال خپل دفتر كښې خبرې كولې ۔ د تفصيلات تر مخه په هر نائي ضلع كښې تېره ورځ په سب ډوېژن كهوسټ خوړ كښې په سېلاب كښې ګېر دري كسان د لېوېز فورس ځوانانو راويستلې وو ٬ دغسې سوشل فعاله ظهير الدين خپل سر په تلي كښې اېښودلو سره كسان بچ كري وو چاله چې په غوري كاركردګۍ ډپټي كمشنر انعامونه او تعرفي سندونه وركړل۔