
ايبټ آباد۔ 1 جولائي (اے پي پي) د ډسټركټ ايمرجنسي آفيسر بټګرام كاشف خټك په مشرۍ كښې د ريسكيو 1122 ډلو د اباسين په بېلو برخو كښې پرله پسې پټرولنګ روان دے او هغوي هلته مېشته خلق خبر كړي دي چې د پشكال بارانونو تر مخه په اباسين كښې د اوبو كچه زيتېدې شي ٬ دغسې د خوړونو او نهرونو نه لرې اوسېږئ چې كومه ناوړه پیښه رامخې ته نشي۔ د ريسكيو ډلو اولس ته غږ كړے چې هغوي خپل ګران او خواږه د اباسين نه لرې اوساتي او خوړونو ته د تللو نه ډډه وكړي ځكه چې ستاو لږه بې اختياطي مرګ ثابتېدې شي۔ ډپټي كمشنر آصف علي خان ضلع كښې دفعه 144 نافذ كړې او په خلاف ورزۍ يې ستاسو خلاف ايف آئې ار هم كېدې شي۔ دغسې د هر ډول ايمرجنسي كښې سمدستي په 1122 رابطه وكړې۔