
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په سباٶن كښې د طبعي افتونو مخنيوي لپاره د لوړې كچې په چمتوالي نيولو زور راوړلو سره وئيلي دي د اين ډي ايم اے د كار استعداد زياتولو لپاره به هر ممكن مرسته كوٶ، هند اوبه د وسلې په توګه كاروي٬ هند د سندھ طاس تړون معطل كولو يا ختمولو هېڅ اختيار نه لري٬ خپلو وسائلو سره به د ديامر بھاشا ډيم پشمول په نورو ځايونو كښې د غېر متنازعه آبي ذخيرو صلاحيت جوړوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اېن ډي اېم اے له مخې د نېشنل ايمرجنسي آپريشنز سينټر دورې په مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل نيشنل ايمرجنسي آپريشنز سينټر غوره سهولتونه لري٬ د كال 2022 د سېلاب نه وروستو دا آپريشن سينټر جوړ كړے شوے٬ د ھغه سېلاب په مهال د هېواد ډېرو سيمو ته اوبه ختلې وې او ولاړ فصلونه تباه شوي وو ، د لكهونو په شمېر كورونه ړنګ شوي وو ٬ د كال 2022 سېلاب نه وروستو اداره جديد كړې شوه ، ده ووئېل نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي کثير المقاصد مهمه قامي اداره ده او صوبو سره كوټلې روابط لري۔ ده ووئيل په دې اداره كښې د ارلي وارننګ سسټم او صوبې په وخت د خبرولو نظام شته او جديد حفاظتي الات هم لري كوم چې رېسكيو او ريليف لپاره مرستياله دي۔ ده ووئيل پاکستان د موسمياتي بدلون او کلاٶډ برسټ څخه په زياتو ځپلو لسو هېوادونو كښې شامل دے، پاکستان د ګرين هاٶس ګازونو په اخراج كښې برخه د يو فيصد نه هم لږه لري ۔ ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزير او د موسميات وزير ته هدف وركړے شوے چې ھغوي په پاكستان كښې زراعت او د هاٶسنګ پشمول نورو څانګو او ريزيليئنټ انفراسټرکچر لپاره پور نه بلكې ګرانټس او پبلک پرائيويټ سرمايه کارۍ لپاره خبرې اترې وكړي، زمونږ معيشت او سماجي او معاشي سټرکچر لپاره دا ښه پلېټ فارم دے٬ ده ووئېل حكومت د ادارې صلاحيتونو كښې بهترۍ او صوبو سره هر ممكن مرستې لپاره چمتو دے۔ وزيراعظم ووئيل زه خوشحاله يم چې دا ادارې په خاص توګه دوست هېوادونو او نورو هېوادونو ته په وخت خبرتيا او معلومات وركوي٬ په ترکيه كښې تباهي کونكې زلزلې نه وروستو دې ادارې هلته منظم ريسکيو آپريشن لپاره ډېره خواري كړې او دغسې د ميانمار پشمول نورو ځايونو كښې ئې هم خپل صلاحيتونه ښودلي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلے چې مونږ د خپل سباون منصوبه بندي وكړو۔ ده ووئيل د غېر متوقع هيټ ويو په سبب ګليشيئرز ويلي كېږي، په دې تناظر كښې مونږ له د لوړې كچې تيارو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په سوات كښې د قېمتي ځانونو په زيان افسوس دے٬ ټول قام په دې پېښه غمژن دے٬ بايد مونږ د سياست نه پرته د معاملې په ديانتدارۍ سره جاج واخلو، اېن ډي اېم اے دې د دې رپورټ وړاندې كړې۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې د بارانونو په سبب 50 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي، بايد په سباٶن كښې د دا ډول پېښو مخنيوي لپاره صوبائي واكمن او پي ډي اېم اے سره په ګډه كوټلې لائحه وضع كړې شي۔ ده ووئيل زمونږ دښمن اوبه د وسلې په توګه كاروي، د ثالثۍ نړيوال عدالت لخوا پرېكړې سره هغوي ناكامه شوي٬ عدالت پرېكړه كړې چې هند د سندھ طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه معطل كولې نشي او د نه پرېښودې شي خو د بده مرغه ھغوي ناپاك او خطرناك عزائم لري٬ حكومت د سندھ طاس تړون په ضد د هند اقدامات مخنيوي لپاره پرېكړه كړې چې د اوبو ذخيره كولو صلاحيت به زياتوٶ او د خپلو وسائلو سره به ديامر بھاشا ډيم پشمول په نورونو ځايونو كښې غېر متنازعه آبي ذخيرې جوړوو، ده ووئېل د څلورو واړو صوبو ترمېنځه په كال 1991 كښې د آبي تړون له مخې به دا آبي ذخيرې جوړولې شي٬ په دې كښې اېن ډي اېم اے مهم كردار لري، اېن ډي اېم اے سره د ډرون پشمول نور جديد الات خوشبينه دي۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر وزيراعظم ته بريفنګ هم وركړو۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار، وفاقي وزيران احسن اقبال، عطاء تارړ، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرال انعام حېدر او د ادارې نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔