وفاقي وزير خالد حسين مګسي د پي سي ايس آئي آر ليبارټريز کمپليکس دوره

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسېن مګسي په لاهور كښې د پي سي اېس آئي آر ليبارټريز کمپليکس دوره كړې ده ٬ په دې موقع ډائريکټر جنرل ډاکټر قرۃ العين سيد وفاقي وزير ته د ادارې په لس مېن مركزونو كښې د جارتي تحقيق او ترقۍ په منصوبو بريفنګ وركړو۔ د سائنس و ټيکنالوجۍ وزارت لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې وفاقي وزير د ډسپلے هال دوره وكړه چرته چې د داروګانو جوړولو ، خوراك، کيميکل، بائيو ټيکنالوجي، ليبارټري آلات او د توان بچ كوونكو كورنيو آلاتو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د ځائي ټېكنالوجي نندارتون وشو ٬ د دې نه وروستو وفاقي وزير د ټيکنالوجي اينډ انوويشن سپورټ سينټر دوره هم وكړه٬ په دې موقع وفاقي وزير د “پيټنټ وال” د لارې د پي سي اېس آئي آر د رجسټرډ ايجادات څخه خبر كړے شو او صنعت سره د علم د منتقلۍ په اقدامات وفاقي وزير ته بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير په تحقيق اډانه صنعتونو د سركاري سرپرستۍ او د انډسټريل هيمپ صنعت ته ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د جاري بيان له مخې په انډسټريل هيمپ اډانه د مصنوعات د تيارۍ لائسنس اجراء سره به په قامي كچه ډېره ګټه ترلاسه شي۔