
پېښور 01 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په لكي مروت كښې په ټرافېك پوليس اهلكارو د ډزو د پېښې غندنه كولو سره په ډزو كښې د دوو شهيدو شوو پوليس اهلكارو كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ده ۔ د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې ګورنر فېصل کريم کنډي د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه ۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د غمژنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔