
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) پاکستان او هند د نهې په ورځ د سفارتي ذريعو څخه د يو بل په حراست كښې د شته بنديوانو فهرستونه يو بل له وركړي دي ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د فهرستونو تبادله د قونصلر رسنې كال 2008 تړون له مخې شوې٬ د لوظنامې له مخې دوه ډلې هر كال د جنورۍ په وړومبۍ نيټه او د جولائي په وړومبۍ نيټه د يو بل په تحويل كښې د شته بنديوانو كسانو د فهرستونو وركولو پابند دي۔ د خارجه وزارت له مخئ د پاكستان حکومت د 246 هندي بيديوانو (53 وګړو او د 193 فشرمېنز) فهرست په اسلام آباد كښې د هند هائي کميشن نمائنده ته سپارلے ٬ دې سره د هند حكومت د 463 پاکستانيانو او منلے شوو پاکستانو بنديوانو (382 سويلين او 81 فشرمېنز) فهرست په نوي ډيلي كښې د پاکستان هائي کميشن يو سفارت كار سره شيئر كړے۔ د بيان له مخې د پاكستان حكومت د ذكر شوو پاكستانو بنديوانو او فشرمېنز په سمدستي توګه خوشې كولو او هېواد ته د راستنولو مطالبه كړې ده چا چې خپله سزا پورا كړې ده او د دوي د قامي حېثيت تصديق شوے دے٬ هغه ټول بنديوان چې جسماني او په ذهني توګه معذوره دي، هغوي لپاره د خاص كونصلر رسنې هم درخواست كړے شوے دغسې چې د دوي د قامي حېثيت زر تصديق اوشي۔ بيان كښې په هندي واكمنو زور راوړولے شوے چې ھغه ټول بنديوانو ته دې قونصلر رسنه وركړې شي كوم چې اوس هم قونصلر رسنې ته په طمعه دي٬ په هند دا هم زور راوړلے شوے چې په حراست كښې دې د ټولو بنديوانو پاكستانيانو حفاظت٬ سلامتيا او خېرښګړه باوري كړې شي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل حكومت د بشري خواخوږۍ معاملې په ترجيحي توګه د حل كولو عزم لري او د هند په زندانونو كښې بندي ټول پاكستانيان زر تر زره هېواد ته راستنولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي۔