وزيراعظم شهباز شريف د ايران سفارت دوره، د ايران خلاف د ا سرائيل بريد كښې د شهيدو او د ژوبل شوو لپاره د ايران اولس او حكومت سره د غمرازۍ څرګندونه

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ايران سفارت په دوره كولو ايران سره د پاکستان لخوا د خواخوږۍ او يووالي پخلي كړے او د ايران په ضد د اسرائيل په بريد كښې شهيدو او ژوبل شوو لپاره د ايران اولس او حكومت سره يې د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د اسلامي جمهوريه ايران د سفارت دوره وكړه او د سفارت لخوا د ايران په اسرائيلي بريد كښې د شهيدو او ژوبل شوو ايراني وګړو ياد كښې د غمرازۍ په كتاب كښې يې خپل تاثرات درج كړل ۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د وزيراعظم سلاحكار طارق فاطمي او خارجه سيکرټري هم وزيراعظم سره وو۔ سفارت ته په رسېدو په پاکستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم او د سفارت سينئر غړو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ وزيراعظم په دې سخت وخت كښې ايران سره د پاكستان د همدردۍ او يووالي پخلي كولو سره د ايران اولس او حكومت سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ ده د ايران قام استقامت او حوصلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو او ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ ايران ته د پاكستان د پرله پسې ملاتړ باور كولو سره وزيراعظم د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي او صدر ډاکټر مسعود پيزشکيان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔