د تھائي لينډ آئيني عدالت وزيراعظم شيناوترے معطل كړو

بنکاك 01 جولائي (اے پي پي) د تھائي لېنډ آئيني عدالت وزيراعظم پيټونټن شيناوترے په ضد د مواخذے درخواست منظورولو سره ھغه د وزيراعظم چوكۍ څخه د معطل كولو پرېكړه اورولې ده ۔ د اے اېف پي له مخې د عدالت 9 قاضيانو په مقابل كښې د صفر په ووټ د شيناوترے په ضد د مواخذے درخواست منظور كړے شوے او د 7 په مقابل كښې په دوو ووټونو د پيټونټن د وزيراعظم چوكۍ څخه د معطل كولو پرېكړه اورولې شوې ۔ پيټونټن د آئيني عدالت پريكړه تسليمولو سره ووئيل زه به په 15 ورځو كښې خپلې دفاع لپاره په عدالت كښې اړوند مواد وړاندې كوم٬ د پيټونټن د معطلۍ نه وروستو به د تھائي لينډ نائب وزيراعظم سوريا جوانګرونګ د لنډ مهاله حكومت وزيراعظم وي۔ د يادونې وړ ده په 20م جون د تھائي پارلمان د سېنېټ سپيکر د هېواد په آئيني عدالت كښې د وزيراعظم پيټونټن مواخذے لپاره درخواست جمع كړے ٶ چې پكښې وئيلي شوي وو د کمبوډياد د سينيټ صدر هن سين سره پيټونټن د ټيليفونې خبرو موضوعات غېر آئيني او غېر اخلاقي دي۔